د سولې شورا وايي د پير سيد احمد ګيلاني خبرې ناسمې تعبير شوې دي

پير سيد احمد ګيلانيد افغانستان د سولې عالي شورا وايي د دغه شورا د رييس پير سيد احمد ګيلاني خبرې ناسمې تعبير شوي دي. د سولې عالي شورا د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي  حقيقت دادى چې جګړه د هيچا په ګټه نه ده او پير سيد احمد ګيلاني د يوه جهادي رهبر په توګه د نظام جوړنې په تيرو دورو كې خپل اغيزناك رول لوبولى او په اوسنيو شرايطو كې چې جګړه دوام لري خپل مسوليت ګڼي چې دا ستونزه حل كړي.

اعلاميه وايي په دې كې هيڅ شك نشته چې پير سيد احمد ګيلاني د هيواد د ژغورنې په لاره كې جدي هڅې كړې او له رسنيو څخه غوښتنه كوي چې د هيواد لوړو ګټو ته په پام سره د دغه د مركې له ناسم تعبير څخه ډډه وكړي او د لوړ پوړو چارواكو له قوله د موضوعاتو په خپرولو كې دقت وكړي.

بي بي سي له پير سيد احمد ګيلاني سره د مركې پربنسټ ويلي و چې ده د جهاد او را وروسته كلونو كې د طالبانو پرضد جګړه روا نه ده بللې. تر دې وروسته يو شمير حكومتي چارواكو او په تيره بيا عبدالله عبدالله او محمد محقق په دې اړه تند غبرګون وښود او د دغه په څرګندونو يې كلكې نيوكې وكړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.