د سولې معما به حل شي ؟

پاكستان او امريکاد سولې پروسه هغه غوټه چې له نيژدې لسو كلونو را په ديخوا يې افغان دولت، پاكستان، امريكا متحده ايالات او د ترهګرې پروړاندې مبارزې كې نور ښكيل هيوادونه او سازمانونه د خلاصولو هڅه كوي، خو لاهم پرځاى پاتې ده.

پخواني ولسمشر حامد كرزي هم په دې موخه ډيرې منډې ترړې وكړې، خو ترپايه يې هم پايله ترلاسه نه كړه. كه څه هم هغه په پاكستان تل نيوكه كوله چې په دې پروسه كې له زړه همكاري نه كوي، خو ولسمشر محمد اشرف غني اوس ډاډه دى چې پاكستان به په دې كار كې له ده سره همكاري وكړي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د پاکستان په هڅو باور لري چې د پاکستان دغه صداقت به د وخت په تیریدو روښانه شي. د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي چې د سولې په بهیر کې ښکیل څلور هیوادونه به په لومړۍ غونډه کې د سولې د خبرو تګلاره روښانه کړي.

ټاکل شوې چې دافغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې خبرې به په راتلونکو دوو اونیو کې یو ځل بیا پیل شي. لومړی امریکا، چین افغانستان او پاکستان په خپلو منځو کې په اسلام آباد کې غونډه کوي تر څو د سولې تګلاره روښانه کړي او بیا به افغان دولت او وسلوال طالبان د سولې د خبرو میز ته کښیني.  ولسمشر وياند سيد ظفر هاشمي وايي چې دا به وروسته روښانه شي چې پاكستان څه كوي.

که څه هم مخکې د وسلوالو طالبانو سره د افغان دولت د سولې خبرې د پاکستان د دوه مخیتوب له کبله ناکامې شوې دي، خو داځل د سولې خبرو ته د حكومت هيلې ډيرې دي. د سولې د عالي شورا غړي وايي چې له یوې خوا داعش او له بلې خوا د چین او امریکا څار به د سولې د خبرو له کامیابولو سره مرسته وکړي.  د افغانستان د سولې شورا وايي چې د چين او امريكا څارنه او د طالبانو خپل منځي اختلاف به د دې لامل شي چې د سولې خبرې بريالى شي.

خو په داسې حال كې چې په پاكستان كې د سولې د خبرو په اړه چمتو والى نيول كيږي، د طالبانو دوو ډلو هوكړه كړې چې خپل منځي اختلاف به پاى ته رسوي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول اخوند په مشرۍ د طالبانو دوو ډلو د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ په خپل منځ کې موافقه وکړه چې نور به د یو بل ضد نه جنګېږي.

د طالبانو ترمنځ اختلاف د سږ کال په جولای میاشت کې وروسته له دې پیل شو چې د ملا محمد عمر د مړینې خبر طالبانو تایید کړ او ملا اختر محمد منصور، چې د دې ډلې مرستیال و، د مشر په توګه اعلان شو. بلخوا د ملا محمد رسول اخوند په مشرۍ د طالبانو د ډلې ویاند او مرستیال ملا عبدالمنان نیازی بیا   وايي چې اختر محمد منصور وژل شوی دی.

رویټرز وايي ملا عبدالمنان نیازي ورته ویلي د اوربند او د اسیرانو پر تبادلې موافقه شوې خو زموږ ملایانو ته اجازه ورنه کړای شوه چې له منصور سره وویني. اوس پوښتنه داده چې د سولې خبرو د بيا پيل په درشل كې د طالبانو ترمنځ دا جوړجاړى د سولې له بهير سره د همكارې په موخه شوى او كه نه بيا هم پاكستان غواړي په دې لاره كې يوه بله ستونزه رامنځ ته كړي. د ولسمشر محمد اشرف غني د وياند مرستيال هم په دې اړه په ا حتياط غبرګون ښيي او وايي دا به وخت ثابته كړي چې پاكستان څه كوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.