د سولې په بهیر کې له پامه غورځول شوی، خو مهم لوری

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په موخه نیژدې پنځه کاله وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سولې د عالی شورا په نامه د اتو ښځو په ګډون ۶۸ کسیز تشکیل رامنځ ته شو.

دغه شورا چې مشري يی د جمعیت ګوند مشر برهان الدین رباني ته وسپارل شوه هغه ګوند چې د طالبان درامنځ ته کیدو له پیل څخه نیولې د امریکا د بی ۵۲ الوتکو په زور یې د دغې ډلې د نظام تر رنګیدو پورې ورسره  جګړه وکړه.

خو دغه تشکیل هم ترپایه کومه لاس ته راوړنه نه درلوده او ډیر کله خوبه يې د طالبانو د اصلی سرچینو په ټاکنه کې هم تیروتنې کولې.

هغه وخت د ډیرو نیوکه او د شورا د نا اغیزمنتیا لامل د شورا تشکیل بلل کیده او ډیر په دې اند وو چې په دغه شورا کې داسې کسان ورټول شوي چې اصلا  یې په سوله عقیده نه درلوده او په ټینګښت به یې اوسنی موقف له لاسه ورکړي، خو له ډیرو لګښتونو او هڅو سره سره تراوسه هم کومه د پام وړ لاس ته راوړنه ونه لرله.

د دغه شورا له پیله تراوسه د برهان الدین رباني په شمول چې د یوه طالب مرکچي له خوا په ځانمرګي برید کې یې ژوند له لاسه ورکړ د دې شورا اړوند شل کسان وژل شوي دي. له شواهدو او د دغه بهیر له ټکنیتوب ښکاري چې طالبانو هم دغه پروسې ته لیوالتیا نه درلوده او یا هم په دې برخه کې خپلواک نه وو، نو ځکه خو له دغه بهیر سره د یو ځای شویو کسانو له ډلې هم ۱۸۵ کسان په هدفي توګه  وژل شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې د افغانستان روانه جګړه سیمه ییزه او نړیواله ستونزه ګڼي او په همدې موخه یې له وسله والو مخالفینو سره د سولې بهیر کې د ګاونډیو هیوادونو ترڅنګ د سیمې او نړیوالو همکاري هم خپله کړې ده، تمه لري چې په یوه نوي میکانیزم سره دا بیړی ساحل ته ورسوي.

ولسمشر د سولې شورا د نوي تشکیل په اعلان سره هڅه کړې چې د سولې په شورا کې داسې کسان راولي چې له طالبانو سره لږ ترلږه نه دي جنګیدلي. په نوي تشکیل کې د شمال ټلوالې فشار او د ولسمشر محدود صلاحیت له ورایه ښکاري ځکه خو یې رامنځ ته شوی تشکیل په بشپړه توګه پخواني تنظیمی کسان دي.

ولسمشر د دغه شورا د معرفی کولو پروخت ټینګار وکړ چې سوله یوه غوښتنه او اړتیا او لومړیتوب دی چې ترټولو مخکې یې باید په عملي کولو کې جدي ګامونه واخلي. هغه وویل چې د سولې نوې شورا له وسله والو مخالفینو سره بشپړه خپلواکي لري.

که څه هم د دغه شورا خپلواکي او د سیمې هیوادونو او په تیره بیا پاکستان د همکاری ژمنه به د سولې شورا پخوانی ستونزې تریوه حده حل کړي، خو هغه څه چې ترپخوا یې سولې ته رسیدل ستونزمن کړي د طالبانو د تمویل له پاره د نویو سرچینو ټوکیدل دي.

له سویل څخه د افغانستان شمال ته د جګړې تګ او په شمال کې له طالبانو سره د روسیې مرستو دا جګړه دومره توده کړې چې په ډیرو سیمو کې خو یې لاپه تیروکلونو کې ساری نه لیدل کیږي.

هغه روسیه چې تراوسه د افغانستان د سولې په پروسه کې ورته کومه ونډه نه ده ورکړل شوې او د روسیې لوړ پوړو دپلوماتانو هم ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې پروسه پایله نه لري او دوی به په دې برخه کې همکاري ونه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.