د سوک وهنې فدارسیون منشي ترور شو

د سوک وهنې فدارسیون منشي ترور شو

د هېواد د سوک وهنې فدراسیون منشي حمیدالله حمیدي چې غوښتل يې نن سهار له کور څخه د دفتر پر لور لاړ شي، د کابل درېیمې حوزې اړوند سیمه کې د ناپېژانده وسله والو لخوا د تومانچې په واسطه ترور شوی دی.

عیني شاهدانو ویلي، بریدګر دوه کسان وو چې له برید وروسته له سیمې وتښتېدل.

د کابل پولیسو هم پېښه تایید کړې ده؛ د زیاتو جزییاتو له ورکولو یې ډ‌ده کړې.

تر اوسه مالومه نه ده چې حمیدي چا وژلی دی او نه يې هم کومې ډلې مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.