د سړك جوړولو پنځلس كاركوونكي خوشي شول

وردګپه وردګو كې د سړك جوړولو شركت پنځلس كاركوونكي له طالبانو راخلاص شول. د وردګو د والي مطبوعاتي دفتر وايي دا كسان پرون د وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالې د آزاد خيلو او هفت آسيا كليو ترمنځ تښتول شوي وو. مطبوعاتي دفتر وايي دا پنځلس كاركوونكي پرون تښتول شوي وو د ملي اردو سرتيرو په عملياتو كې ژغورل شوي دي.

سرچينه وايي دغو كسانو غوښتل د كابل _ كندهار په لاره هغه پلونه او پلګوټي ورغوي چې د طالبانو په چاودنو او جګړو كې وران شوي دي. دا سرچينه وايي طالبانو د سړک جوړونې شرکت يو موټر چلوونکی وژلی او دوه کارکوونکي یې ټپیان کړي؛ خو د پیښې سیمې ته د ملي اردو سرتیرو په رسیدو پنځلس نور کسان د طالبانو له منګولو ژغورل شوي دي.

سرچينې په دې اړه څه نه دي ويلي چې په دې عملياتو كې طالبانو ته زيان اوښتى او كه نه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.