د سېلاب له خطر سره مخ لسګونه کورنۍ افغان ځواکونو وژغورلې

د سېلاب له خطر سره مخ لسګونه کورنۍ افغان ځواکونو وژغورلې

د هلمند ولایت په زیاتو ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي دي، چې د مالي زیانونه تر څنګ يې ځاني زیانونه هم اړولي دي.

 

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، په زیات شمېر ولسوالیو کې سخت بارانونه ورېدلي دي او لسګونه کورنۍ چې د سېلابونو له خطر سره مخ وې، د افغان ځواکونو لخوا د طیارو پر مټ ژغورل شوې دي.

 

د مسوولینو په خبره، افغان ځواکونو خپلې هڅې جاري ساتلي تر څو هغه کورنۍ هم وژغوري چې لا هم د سېلاب له خطر سره مخ دي.

 

بلخوا کندهار کې بیا سېلابونو دولس ملکي وګړي شهیدان کړي او ۱۵ نور يې ژوبل کړي دي.

 

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان ویلي: زیاتو برخو کې هغه کورنۍ افغان ځواکونو ژغورلي چې له خطر سره مخ وې.

 

د زابل او غزني سیمه ییزو مسوولینو هم ویلي چې تړلې لارې د افغان ځواکونو په هڅو بېرته خلاصې شوې دي او اوس کوم خطر نشته دی.

 

له تېرې ورځې راهېسې افغان ځواکونو زرګونه کورنۍ له خطر ژغورلي دي، چې دغه کار په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.