د سېکولر اشنا څو خبرې

لاریونلاریون او یا بل هر راز مدني حرکتونه د دیموکراتیکو ټولنو ځانګړنې دي. د نننۍ نړۍ په ټولو ازادو ټولنو کې ولسونه خپلو حکومتونو سره خپلې غوښتنې د لاریونونو او بېلابېلو مدني حرکتونه لا لارې شریکوي. دولت او حکومت مکلف دي چې د ولسونو غوښتنو ته غوږ کېږدي او له لازمو لارو یې اړتیاوې ورپوره کړي. زموږ ټولنه هم له دې ټولنو مستثنا نه ده او ولس حق لري هر راز مدني حرکت وکړي. دولت ته په قار شي او غوښتنې ځنې ولري. دولت مکلف دی د لاریونونو فضا برابره کړي او د دې مخه ونیسي چې ورته خوځښتونه د تاوتریخوالي ښکار نشي.

په ورته ډول که هر افغان له سوله‌ییزې لارې خپل حق غواړي موږ یې ملاتړ کوو. هزاره، تاجک، پښتون یا بل بل یې فرق نه کا. خو په دې شرط چې د خمیني، اردوګان او یا بل کوم بهرني عکس یې راته په لوحو نه وي ټومبلی.

مثلا که چیرته سبا د کابل ملایان را پورته شي او مظاهره وکړي چې زموږ د جوماتونو حالت خراب دی، د اوداسه ځایونه نلري، فرش نلري او حکومت یې معاش او بچیانو ته توجه نه کوي نو دا ډول مظاهرې د دوی حق دی دولت باید ورته پام وکړي او غوښتنو باندې یې باید غور وشي؛ خو که مظاهرې خپلې راباسي او عکسونه اوشعارونه پکې د اردوغان او یا کوم بل بهرني وي هغه موږ حتما ردوو. بدناموو یې او محکوموو یې.

هزاره ګانو په تېر منظم او څو زره کسیز لاریون ثابته کړه چې انسانان دي، خپل ژوند ورته ارزښت لري، دومره ژر جنت ته تګ نغواړي او ژوند غواړي. اوس که په دغه شي کې ورنه نور قومونه تقلید وکړي نو دا تقلید کفر نه دی، د انسانیت او ژوند اړتیا ده.

موږ ملي ویښتابه ته اړتیا لرو چې لکه هزاره ګان خپل مړي ارزښتمن وګڼي او پرېنږدي وینه یې بېځایه لاړه شي. د ورته لاریونونو او اعتراضونو تمه باید له هر مدني ولس څخه وشي.

دا خبرې سېکولر وکړې. سېکولر بس دا څو ورځې په لاریون او مدني حرکتونو لکچرونه راکوي. مازغه یې راوخوړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.