محب: د شمالي ولایتونو د امنیت تامین د حکومت په لومړیتوب کې دی

محب: د شمالي ولایتونو د امنیت تامین د حکومت په لومړیتوب کې دی

 

ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي حکومت د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت ښه والي ته جدي پاملرنه کوي.

 

هغه ولسي جرګه کې د شمالي ولایتونو له یو شمېر استازو سره کتنه کې ویلي، وسله وال مختالفین غواړي د سیمه ییز امنیتي د ګواښلو او د سوداګرۍ د چارو ټکنۍ کولو لپاره شمالي ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.

 

نوموړي څرګنده کړې چې مخالفین به هېڅکله دغه هدف ته ونه رسېږي.

 

په همدې حال کې د شمالي ولایتونو وکیلانو له امنیتي ارګانونو غوښتي چې د زورواکۍ پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

 

د شمالي ولایتونو استازي پر داسې مهال ملي امنیت سلاکار سره د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنې شریکوي، چې بغلان او کندز کې وسله والو طالبانو د منیتي ځواکونو پر پوستو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.