د شهید شویو سرتېرو ورثې ته د نومرو اسنادو وېش پیل شو

د شهید شویو سرتېرو ورثې ته د نومرو اسنادو وېش پیل شو

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې اتمه: ولسمشر محمد اشرف غني،  د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د استوګنې نومرو د اسنادو وېش بهیر پیل کړ.

دغه کورونه پېروزي ښارګوټي کې موجود دي

ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته وویل، زه هره ورځ ستاسو غم او ژور درد احساسوم، موږ ټول ستاسو پوروړي یوو او د دې ملت د هر فرد او د دولت د هر چارواکي وجداني، قانوني او اخلاقي دنده ده چې ستاسو دغه پور اداء کړي.

د هېواد جمهوررئیس د یادو استوګنیزو نومرو په وېش کې ځنډ ته په اشارې وویل: موږ ته کمزورې دستګاه په میراث پاتې وه، خو تر اوسه مو د استوګنې نومرو د وېش بهیر د چټکولو لپاره له شلو زیاتې غونډې کړې دي. هغه زیاته کړه، تر دې وروسته به د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثین له یاده ونه اېستل شي.

جمهوررئیس وویل، د ځمکو مدیریت مغز، فکر او طرحه غواړي او زیاته یې کړه، پیروزي ښارګوټی د کابل په غوره موقعیت کې دی او د ژوند ښه امکانات لري. هغه زیاته کړه، خصوصي سکتور به دې ښارګوټي ته نږدې صنعتي پارک جوړ کړي او د شهیدانو وارثینو ته به هم د کارموندنې زمینه برابره شي.

جمهوررئیس د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ټولو وړاندیزونو د تائید ترڅنګ وویل: د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت باید تغییر وکړي او په ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو د وارثینو مواظبت باید بنسټيز تحول وکړي.

جمهوررئیس پوهنې وزارت ته هم لارښوونه وکړه، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو اولادونو ته یو شمېر ځانګړې لېسې په نظر کې ونیسي او دغه لېسې باید له نورو ښوونځیو کمې نه وي. هغه همداراز لوړو زده کړو وزارت ته دستور ورکړ چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو اولادونو ته د کانکور لپاره ځانګړي ترتیبات ونیسي او ټولې دولتي ادارې دې د شهیدانو د وارثینو ګمارنې ته لومړیتوب ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.