د شيكاګو پوليسو ته نوې لارې چارې ښودل كيږي

امانويلله هغه وروسته چې په شيكاګو كې د پوليسو په يوه بريد كې يو شمير تورپوستي كسان ووژل شول د شيكاګو ښاروال وايي چې د پوليسو مامورين به بيا وروزل شي. رام امانويل وايي تر دې وروسته به د پوليسو ټول موټر د برښنايي شوك په وسلو سمبال شي چې وژونكې نه دي.

د شيكاګو ښاروال وايي پوليس بايد زده كړي چې څه وخت كولاى شي له وسلې كار واخلي. په شيكاګو كې لاريون كوونكو و له ښاغلي امانويل غوښتي چې د يوه تورپوستي ځوان د وژنې له امله له دندې لاس واخلي. چارواكي وايي تراوسه د شيكاكو پنځلس سلنه پوليسو په دې اړه روزل شوي چې څنكه له خشونت پرته له لاريون كوونكو سره مقاومت وكړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.