د طالبانو اعلامیې ته ارګ غبرګون؛ ټاکنې به کېږي او پر خپله نېټه به یې کوو

د طالبانو اعلامیې ته ارګ غبرګون؛ ټاکنې به کېږي او پر خپله نېټه به یې کوو

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې ۱۵ مه: ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو هغې اعلامیې ته  تند غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو ټاکنې به مختل کړي.

له  ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:

” په ټاکنو کې ګډون او د مستقیمو رایو له لارې د اولی الامر ټاکل د افغانستان د خلکو شرعي او قانوني حق دی. د افغانستان دولت د ازادو، رڼو او سرتاسري ټاکنو ترسره کولو لپاره ټول لازم تیاري نیولي، چې د افغانستان خلک په مستقیم ډول د هیواد لپاره د مشروع زعامت ټاکلو کې ونډه واخلي.

ارګ په یوه ډول طالبانو ته پېغور ورکړی دی چې د ټاکنو بودیجه خپله افغان حکومت تامین کړې ده.

اعلامیه کاږي:

” د طالبانو د ادعا برعکس چې همدا اوس په قطر کې د امریکا متحدو ایالتونو سره په مذاکره کې دي، د ټاکنو د بودجې زیاته برخه د افغانستان دولت بودجې څخه تامین شوې او د دې پروسې بشپړ مدیریت د افغانانو په غاړه دی. همغسې چې د افغانستان د ولسي جرګې محترمو غړو د افغانستان د خلکو د منتخبو استازو په توګه نن هم د مصوبې په صادرولو سره پر ټاکلي وخت د ټاکنو د ترسره کېدو ملاتړ کړی دی.

اعلامیه کې له ټولو بنسټونو غوښتل شوي چې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره مرسته وکړي

د ارګ خبرپاڼه کې راغلي:

” د افغانستان حکومت یو ځل بیا له ټولو بنسټونو څخه چې د ټاکنو ترسره کېدو کې ونډه لري، غواړي چې ټاکنې پر خپل ټاکلي وخت ترسره کړي . د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د هیواد اصیل بچیان دي، په بشپړ ډول چمتو دي چې د افغانستان خلک له دغه ډول تهدیدونو څخه خوندي کړي او هیڅوک به پرېنږدي چې د دوی د برخلیک ټاکلو کې، د دوی د ګډون مانع شي. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته قاطع لارښوونه کېږي چې دغه ملي او برخلیک ټاکونکې پروسه مختل کېدو ته پرېنږدي.”

طالبانو سهار د یوي اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړی و چې د ټاکنو بهیر به مختل کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.