د طالبانو تر ولکه لاندې سیمو کې زلزله ځپلي له جدي ناورین سره مخ دي

بدخشانپه بدخشان کې ډېری ولسوالۍ چې وروستۍ زلزلې زیانمنې کړې او خلک یې مړه یا ټپیان دي، تر دم ګړۍ مرستې ندي وررسېدلې او مرستندویه ټولنې وايي، هم په یادو ولسوالیو کې طالبان فعال دي هم لارې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

په دغو ولسوالیو کې د امارو او اوښتو زیانونو دقیق امار ندي اخستل شوي، خو عيني شاهدانو د تلیفون له لارې رسنیو ته ويلي چې په څلورو ولسوالیو کې زلزلې سخت زیانونه اړولي دي. په بدخشان کې یو ځايي خبریال وايي، داسې سیمې شته چې ټپیان پخپله په اندکو امکاناتو تداوي کوي او مرکز ته د راتللو یا لارې ناامنه دي یا ورسره د لارو د لګښت توان نشته.

له طبعي پیښو سره د مبارزې په چارو کې ددولت وزیر ویس برمک هم مني چې په ځینو سیمو کې ناامنۍ ددې سبب شوې چې د مرستو رسونې بهیر له جدي ګواښ سره مخ کړي. دی وايي په بدخشان کې په همدې دلیل زیاتو زلزله ځپلو لاهم مرستې ندي ترلاسه کړې.

برمک وايي، تردې مهاله په لسو ولایتونو کې پنځوس سلنه زلزله ځپلو ته مرستې رسېدلې چې شمېر یې دوه زره کورنیو ته رسېږي. د زیانمنو سیمو او خلکو ارزونه روانه ده خو ځینې ولسوالۍ چې ناامنه دي یا دطالبانو تر کنترول لاندې دي، نه یې مرستې ترلاسه کړې او نه یې دقیقه څېړنه شوې.

ویس برمک وايي په کنړ، نورستان، او ننګرهار کې د زلېلې تلفات لوړ دي خو په بدخشان کې چې د زلزلې مرکز و سخت زیانونه اوښتي دي. ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د افغانستان وروستۍ زلزلې په دغه هیواد کې ۱۱۵ کسان ووژل او د ټپیانو شمیر ۴۸۶ دی. د وزارت د معلوماتو پراساس ۵۱۳۱ کورونه په مکمل ډول ویجاړ شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.