د طالبانو خواجه سبزپوش ولسوال د کابل ” سرای شمالي ” کې ونیول شو

د طالبانو خواجه سبزپوش ولسوال د کابل ” سرای شمالي ” کې ونیول شو

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت اولسمې حوزې اړوند سرای شمالي سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي.

 

د ملي امنیت ځواکونو په یادو عملیاتو کې، د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له خپل یو ساتونکي سره نیول شوی دی.

 

له نیول شوي تش په نوم ولسوال څخه ځینې استخباراتي اسناد هم تر لاسه شوي دي.

 

د خواجه سبزپوش ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال غوښتل چې له سرای شمالي څخه د فاریاب موټرو کې کېني او میمنې ته لاړ شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.