له پولیتخنیک پوهنتون، لویو اهدافو تر مرګه

وحیدالله ستانکزی دوه کاله وړاندې د کابل پولتخنیک پوهنتون د اوبو رسونې او چاپیریال له څانګې فارغ شو، دی په منګ تنکی خو لایق زده کوونکی و. درې ورځې وړاندې طالبانو د هرات په ګلران ولسوالۍ کې دا زلمی له خپلو کادري ملګرو سره په بې رحمانه ډول ووژلو.

ستانکزی په پولتخنیک کې د زبردست په نوم مشهور و، ده په لیلیه کې ژوند کاوه او تر ونو لاندې به تیاره ماښام د پروجګټور رڼا ته له ریاضيکي فورمولونو سره په کش و ګیر اخته و. دده د تحصیل دوره له سختو مرحلو تیره شوه، په کلي کې غریبانه ژوند، له وطن سره مینه، د خپلې خوښې څانګې ته په لوړو نمرو بریالیتوب هغه څه و، چې ستانکزي په هیجاني ډول دا لوړې ژورې سره پتلیسولې او په تپ تور کې یې لاره ایسته.

درې ورځې وړاندې هغه کله چې ګلران ولسوالۍ ته د یوې ساختماني پروژې د کتنې لپاره تللی و، له خپلو پینځو ملګرو سره د طالبانو له خوا ونیول شو او په بې رحمۍ سره یې تر شکنجو او وهلو ډبلو وروسته هغه وواژه.

وحید ستانکزي له ملي پیوستون سره کار کولو، هغه یو لوی خطر په ځان منلی و، چې په هرات غوندې یو نسبتاً آرام ولایت کې یوې ناامنه ولسوالۍ ته سفر وکړي.

د ملي پیوستون له پروګرام سره د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې سلګونه انجنیران او زرګونه غیرمسلکي مامورین کار کوي. دوی اکثره یې ناامنو سیمو ته تګ راتګ لري، دې پیښې نه یوازې چې ستانکزی ځوانیمرګ کړ، بلکې په سلګونو نور انجنیران یې هم ویرولي دي چې شاید یو تعداد یې د کورنیو له خوا مجبور شي دندې پریږدي. دا په افغانستان کې د یو زحمت کش لوستي انسان د ټول عمر داستان دی، چې له کومه ځایه شروع کیږي او څه ډول پای مومي.

که ځايي وګړي او ولسوونه د خپلو پروژو او هغو کادرونو ساتنه کې د طالب په مقابل کې ونه دریږي، نو جګړه به سخته وي، چې د افغانستان مخربه قوه یعنې طالبان په دې قانع کړي، چې د جنګیالي او انجنیر او ډاکتر ترمنیځ فرق وکړي او د کاري مسلکي قوې ویره کیدای شي ټولې هغه پروژې له خطر سره مخ کړي، چې د کلیوالو ټولنیز حیات او هوساینه ورسره تړلې ده.

اکثره کلیوال وګړي په دې ګرم دي، چې د طالب په مقابل کې نشي درېدلای خو اکثره طالبان یا د همدې کلیو دي او یا په دغو کلیو کې په زور او یا د خلکو په خوښه ډوډۍ خوري. په خلکو انتقاد دی، چې طالبان یې سوکه سوکه یوې بدوي زمانې ته ورستنوي او سخته به وي، چې د طالبانو اوږدمهالي خطرونه نادیده وګڼل شي او بیا د افغانستان د ابادۍ هیله ولرلای شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.