د طالبانو يوه بله صحرايي محكمه

د طالبانو صحرايي محكمهد غزني ښار د منګور په سيمه كې وسله والو طالبانو په يوه صحرايي محكمه كې درې تنه په درو ووهل. د دې سيمې اوسيدونكي وايي چې دا درې كسان د غلا او لمانځه د نه ادا كولو په تور محاكمه شوي دي.

داكسان وايي په دې علني محاكمه كې چې د پنجشنبه په ورځ جوړه شوې وه  يو شخص اتيا درې او دوه نور هر يو ۴۵ درې ووهل شول. د محكومو شويو كسانو د كورنيو غړو ويلي چې محكوم شوي كسان په نشه يي توكو روږدي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.