د طالبانو پر زندان د افغان ځواکونو چاپه

د طالبانو پر زندان د افغان ځواکونو چاپه

افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو زندان چاپه وهلې ده.

ملي دفاع وزارت وايي، چاپه کې د طالبانو زندان مات شوی، ۵ بندیان یې ترې را خوشې کړي دي او د بند خونې ۴ طالب ساتونکي يې ژوندي نیولي.

د ملي دفاع وزارت په وینا، د عملیاتو پر مهال افغان لوري ته زیان نه دی اوښتی.

له کندز وړاندې کومانډو ځواکونو د غزي په آب بند ولسوالۍ کې هم د طالبانو پر یوه زندان عملیات کړي و چې ۳۸ بندیان یې ترې خوشې کړي و.

په هغو بندیانو کې افغان سرتېري او ملکي وګړي هم موجود و

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد ویلي و: د طالبانو په زندانونو به خپلو عملیاتو ته زور ورکړي.

کندز کې د افغان ځواکونو د وروستیو عملیاتو په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.