د طالب ـ امریکا مذاکرات؛ امریکايي مشرانو د سولې هوکړه وروستۍ نه کړه

د طالب ـ امریکا مذاکرات؛ امریکايي مشرانو د سولې هوکړه وروستۍ نه کړه

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې ۲۶ مه:

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د باندنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ ناوخته د افغان سولې په تړاو د وروستیو بحثونو او پرمختګونو مالومات لوړ پوړو امریکایي چارواکو ته ورکړي دي.

خلیلزاد څرګنده کړې چې له افغان حکومت او طالب استازیو سره یې په خبرو کې بېساری پرمختګ کړی دی.

د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ولسمشر ټرمپ ته د هغو مسایلو په اړه مالومات ورکړي چې امریکا په نړۍ کې ورسره مخامخ ده.

لوېدیځې رسنۍ وايي: د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې پر وروستیو پرمختګونو د بحث په هدف غونډه د نیوجرسي د بیډمنسټر ګلف میدان په تفریحځای کې جوړه شوې وه چې له اوږدو خبرو وروسته د ژورو اختلافونو له امله، بې نتیجې پای ته ورسېده او ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره موافقه وروستۍ نه کړه.

ټرمپ ویلي چې د سولې موافقه کې ځينو مهمو عناصرو ته ځواب نه دی ورکړل شوی.

د نیوجرسي په غونډه کې مرستیال ولسمشر مایک پینس، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن او د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم حاضر ول.

یو شمېر نورو امریکایي چارواکو بیا رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د قطر مذاکراتو کې لا هم یو شمېر مسایل شته چې امریکا او طالبان پرې ژور اختلافات لري.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې ګنې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه به د روانې اګسټ میاشتې پر ۱۹ مه نېټه لاسلیک شي.

په همدې حال کې امریکایي سناټور ګراهام هم نیوکه کړې چې امریکا باید د طالبانو پر ژمنو باور ونه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.