د طلوع په کارکوونکو د برید په تړاو اته تنه نیول شوي

د کابل بريدملي امنیت وایی په کابل کې یې د حقاني شبکه یوه ډله وسله وال نیولي دي. د ملي امنیت ریاست وایی چې دا اته تنه د بګرامیو ولسوالې د حسین خیلو په کلي کې نیول شوي دي. ملي امنیت  وایي دغو کسانو د طلوع تلویزیون د تیرې چهارشنبې ورځې برید هم تنظیم کړی و. په دغه برید کې د طلوع تلویزیون اوه کارکوونکي ووژل شول او له شلو ډیرنور ټپیان شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.