د ظاهرقدير ډلې له داعشيانو سرونه پرې كړې دي

داعشپه ننګرهار كې چارواكي وايي د داعش له څو وسله والو سرونه پرې شوي دي. د  ننګرهار د اچين ولسوال غالب مجاهد وايي چې په اچين ولسوالې كې د ظاهر قدير وسله والې ډلې د داعش پنځه غړي نيولي وو چې څلور يې وژل شوي او مړي يې په سړك پراته دي.

هغه وايي دا پيښه تېره شپه شوې ده. نوموړی وايي تېره ورځ دداعش ډلې هم د ظاهرقدیر څلورپلوي وسله وال کسان په جګړه کې نیولي و او له هغو یې هم سرونه پرې کړي وو،چې ظاهر قدير  وسله والوهم  له داعش څخه د غچ اخيستنې په موخه دا كار كړى دى.

غالب وايي دا مړي چې سرونه يې پرې د پاسه ايښودل شوي په اچين كې د ظاهر قدير د قرارګاه مخې ته په سړك پراته دي. نوموړی وايي د ظاهر قدیروسله والو باید دا كسان ن حکومت ته سپارلی وی. ولسوال زیاتوي،چې په دغو کسانو کې دوه  یې دتیرا او دوه نور یې اورکزي دي چې سرونه یې پرې شوي دي.

غالبد اچین اوسېدونکي وايي، چې د ظاهر کسانو لخوا وژل شوي کسان د کهي په سیمه کې دسرک پرغاړه ایښودل شوي دي. د دې سيمې اوسيدونكي وايي دا مړي په عامه لار كې ايښودل شوي.

ظاهر قدير تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي چې داكسان د چا له خوا او ولې وژل شوي دي. ظاهر قدير مخكې ډير ځله خبردارى وركړى و چې كه حكومت د داعش پرضد غوڅ اقدام ونه كړي نو دى به يې په خپله پروړاندې مبارزه پيل كړي. دا لومړی  ځل دی چې دولسي جرګې دلومړي مرستیال ظاهر قدیر پلوي کسان په اچین ولسوالۍ کې دداعش له جنګیالیو سرونه پرې کوي.

اچین هغه ولسوالي ده چې د لومړي ځل له پاره پکې دداعش ډلې سر راپورته کړی او دحکومتي اوولسي وسله والو هڅو سره ،سره هم ددغه ولسوالۍ ډېرې سیمې دداعش وسله والې ډلې په ولکه کې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.