د عبدالعلي مزاري مور په ايران كې خاورو ته وسپارل شوه

د وحدت ګوند د پخواني رهبر عبدالعلي مزاري د مور مړى تيره ورځ د ايران په قم ښار كې خاورو ته وسپارل شوه.

هغه په ۱۳۷۳ ل كال كې له هغه وروسته ايران ته لاړه چې زوى يې عبدالعلي مزاري د كابل په چهار آسياب سيمه كې ووژل شو.

هغه ۱۰۴ كلونو په عمر د ورپيښې ناروغۍ له امله تيره سه شنبه  مړه شوه. ولسمشر محمد اشرف غني د يوه پيغام په خپرولو سره د عبدالعلي مزاري مور يو درديدلى، صبرناك او د ټولو د درناوي وړ انسان او په افغانستان كې د ښځو له پاره يوه ښه بيلګه وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.