بې مسولیته خبرې د عبدالله عبدالله عادت شوی

عبدالله عبداللهعبدالله عبدالله له تیرو لسو کلونو را په دیخوا په ټاکنو کې د نه بریالیتوب له امله د حکومت داسې مخالف پاتې شوی چې یوازې نیوکه کوي او بس، که څه هم هغه د حکومت د سیاسي اپوزسیون په توګه اغیزناک کار نه دی کړی ځکه چې د حامد کرزي په دوهمه دوره کې یې هم د یوه جوړجاړي په پایله کې لس وزارتونه واخیستل او په دوهم پړاو ټاکنو کې له ګډون په شا شو او د ولسمشرئ په تیرو ټاکنو کې هم اجرایي رییس شو  خو اوس یې عادت شوی ځان په حکومت کې نه شمیری.

اجرایی رییس اوس هم د سیاسي مخالف چم کوي په داسې حال کې چې  تر نیمايی حکومت یې نیولی او د سلاکارانو لیست یې تر منډیي ورسید. هغه په کابل کې له فنکس پنډغالي څخه د لیدنې پروخت چې اوس د معتادانو درملنې ته ځانکړی شوی داسې خبرې وکړې چې ګنې یا په ټاکنیز کمپاین کې دی او یا هم د کورنیو چارو او نشه یی توکو پر وړاندې وزارت کې ګومارل شوي کسان ټول حامد کرزي غوره کړي وي.

هغه وویل نشه یی توکي په ښکاره پلورل کیږي خو مخه یې نه نیول کیږي اوس پوښتنه داده چې دا نورالحق علومي چې تا د کورنیو چارو د وزیر په توګه معرفي کړ نو ولې ورته نه وایی چې د نشه یی توکو د پلور او پیر مخه ونیسي. د عبدالله د دغه  څرګندونو په اړه  د ولسي جرګې یو شمير غړو هم غبرګون ښودلی دی.

د ولسي جرګې دغو غړو د عبدالله څرګندونې غیر مسولانه بللې دي. دوی  وايي که عبدالله دنشه یی توکو د مخنیوي په موخه د نیوکې پرځای امر نه شي کولای نو دنده یې څه ده.

احمد شاه رمضان وایی:

(داسې بې مسولیته خبرې د خجالت وړ دي ، ښاغلی عبدالله د حکومت د  لومړي درجه شخص په توګه داسې څرګندونې کوي چې که د عبدالله دنده د دغو کسانو نیول او پروړاندې یې مبارزه نه ده نو څه دي .)

د ولسي جرګې د نشه یی توکو پروړاندې د مبارزې د کمیسیون رییس هم وایي غیر مسولانه څرګندونې ځای نه نیسي او حکومت باید عملي کار وکړي.

د دغه کمیسیون رییس لالی حمیدزی وایی: (غیر مسولانه څرګندونې ستونزې نه شي حلولای.)

د وروستیو شمیرو له مخې په هیواد کې له ۲ میلیون ډیر کسان په نشه روږدي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.