د عطا محمد نور نږدې قوماندان په لس کاله بند محکوم شو

د عطا محمد نور نږدې قوماندان په لس کاله بند محکوم شو

د ملي دفاع وزارت یوې سرچینې منلې چې لومړۍ نظامي محکمې په شمال کې د عامه نظم پخوانی قوماندان «حسیب‌الله قریشي» پر لس کاله تنفیذي بند او ۸میلیونه او ۶لکه افغانیو جریمې محکوم کړ.

 

قریشي روان ۱۳۹۷ کال په تلې میاشت کې له دندې ګوښه شو. د راپورونو له‌مخې نوموړی د فساد په تور محکمه شوی دی.

 

په دفاع وزارت کې یوې معتبرې سرچینې د نوم نه‌ښودو په شرط دا هم زیاته کړې، “قریشي باید د بلخ په مرکز مزارشریف کې محاکمه شوی وای، خو کابل ته یې د محکمې د بدلېدو غوښتنه وکړه خو هلته هم محاکمې ته نه دی حاضر شوی.”

 

هغه زیاتوي، “قریشي یو ځل خپل مدافع وکیل محکمې ته لېږلی او ویلي یې و چې نوموړي ته د ناروغۍ له امله دوې ورځې وخت ورکړئ؛ خو له هغه وروسته هم محکمې ته حاضر نه‌شو او د کب پر ۲۲مه «چهارشنبه» لومړنۍ نظامي محکمې د حسیب په‌نه شتون کې فیصله وکړه.”

 

یادې لومړنۍ محکمې قریشي پر لس کاله تنفیذي بند او ۸،۶ میلیونه افغانۍ جبران محکوم کړی دی.

 

د ځینو راپورنو له مخې د قریشي پر ضد زیاتې ادعاوې موجودې وې او باید زیاته جزا ورکړل شوې وای.

 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، “محکمې پرېکړه کړې چې که قریشي تر راتلونکو څو ورځو د استیناف غوښتنې لپاره حاضر نه‌شي، د نیولو امر به یې صادر شي.”

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، “قریشي له هېواده د خلکو ايستلو په تور له ۷،۱ میلیون د زیاتو افغانیو، په یوه سیاسي ګوند کې د فعالیت له امله پر ۲۰۰زره افغانۍ، د ګواښ په تور د لس زرو افغانیو او په شخصي چارو کې د پرسونل د جذب په تور په ۲۰ زره افغانیو نغدي جزا محکوم شوی دی.”

 

د ملي دفاع وزارت د مرکز د لومړنۍ نظامي محکمې د قرار پر اساس، قریشي د دوو کلونو لپاره د یوه هاموې ترلاسه کولو، د درېیو کلونو لپاره د جعلي اسنادو په درغلي او له وظیفوي صلاحیتونو د ناوړې ګټې اخیستو په تور پر تنفیذي بند محکوم شوی دی.

په‌دې اړه د دفاع وزارت د ویاند د نظر په اخیستو بریالي نه‌شو.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.