د عمرالشیشاني مړی موندل شوی

عمر الشیشانيد داعش د قوماندان عمر الشیشاني مړی په رمادي کې پیدا شوی دی. د عراق په انبار کې د عراق د وسله والو ځواکونو عملیاتي قوماندان اسماعیل المحلاوي وایی د داعش د جګړې د نوموتی قوماندان عمر الشیشانی (چیچینیایی) مړی رمادي ښار ته نیژدې پیدا شوی دی.

د (سپوتنیک) د رپوټ له مخې د (السومریه) تلویزیوني شبکې د المحلاوي له قوله ویلي: «عراقي ځواکونو د رمادي ښار د ابوعبید په سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش د لسو غړو مړي موندلي چې عمر الشیشاني هم په کې شته.»

هغه وایي په دې سیمه کې وسلې او نور داسې توکي نیول شوي چې له دغه ډلې سره د نورو کسانو بیعت ښیي. عراقي ځواکونو په دې وروستیو کې د رمادي په ختیځ کې د الخالدیه ټاپو د ابوعبید سیمه له داعش وسله والو نیولې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.