د غزني اوسیدونکي وايي نور والي ورته د منلو وړ نه دی

نیژدې یوه اونې کیږي چې د غزني ښار د څو کسانو له خوا برمته دی، په خلکو یې په زور هټې تړلې او د ښاروالې مخې ته یې کیږدې وهلې دي، داکسان غواړي چې د نوي ښاروال د کار مخه ونیسي هغه شخص چې له ازموینې وروسته د ولسمشر په حکم د دغه ولایت د ښاروال په توګه ټاکل شوی دی. یوه اونې تیریږي، خو لاهم د غزني محلي اداره او په تیره بیا والي چې د عبدالله عبدالله له ونډې ګومارل شوی او له هغه احکام اخلي نه غواړي د ولسمشر حکم په دې برخه کې پلی شي، د غزني ښار اوسیدونکي چې د پخواني ښاروال په ملاتړ خیمه وهلې ټینګار کوي چې ښاروال باید داسې څوک وګومارل شي چې د غزني ښار اوسیدونکی او یا روښانه ووایو تاجیک وي، خو نصیر احمد للیزی چې د ولسمشر له خوا د ښاروال په توګه ګومارل شوی پښتون او د غزني د ګیرو ولسوالې اوسیدونکی دی او ویل کیږي لوړې زده کړې او په اړونده برخه کې دوې ماستری هم لري، د غزني د پخواني ښاروال ملاتړي نور هیڅ میعیار یادونه نه کوي.

1916404_10205038077946200_5612608232141505091_n993581_10205038077906199_123079625303000363_n

بلخوا د غزني نور اوسیدونکي د نوي ښاروال او یا د دوی په وینا د قانون د تطبیق غوښتونکي دي ، دوی ټینګار کوي چې په دې کار کې جمعیت ګوند او په اجراییه ریاست کې یو شمیر تاجیک متعصب اشخاص لاس لري او نه غواړي چې د ولسمشر حکم عملي شي، د غزني ډیر اوسیدونکي وايی چې دا په غزني کې د خپل ډول بیساري اقدام دی چې عبدالله عبدالله یې تنظیموي او د ولسمشر د حکم د عملي کیدو مخالفین پرشاټپوي.
په غزني کې د ولسمشر د حکم د عملي کیدو ملاتړي وايی په دغه ولایت کې ټول د دولتي ادارو رییسان د ولسمشر په حکم ګومارل شوي، خو د یوه پروړاندې څوک ونه دریدل په داسې حال کې چې یو ښاروال چې پښتون دی عبدالله عبدالله ته د زغملووړ نه دی،

12417784_1239205309441557_5133623487857392101_nد غزني ښاروال
د حکم ملاتړي وایی که ولسمشر نه شي کولای ښاروال بدل کړي نو د دغه ولایت د نورو چارواکو د ګومارلو په اړه دې هم خپل احکام واخلي او دوی نه غواړي چې نور په پټو سترګو چارواکي ومني .
که پخوانی ښاروال پرځای پاتې کیږي نو موسی خان اکبرزاده به والي وي، زړورزاهد به د امنیې قوماندان وي او نور دوی ته د تاجیک والي ، د ملي امنیت رییس او لسګونو رییسانو شتون د منلو وړ نه دی . د غزني اوسیدونکي وايی چې په ټول ولایت کې یوازې یو دسرې میاشتې او پوهنې رییسان پښتانه دي نور رییسان د غزني نور قومونه دي.
له بلې خوا هغه څو د ګوتو په شمیر کسان چې همدا اوس د اجرایه ریاست په میلمستونو کې پراته دي ټول په غزني کې د ځمکو د غصب دوسيې لري چې پخوانی ښاروال ورسره شریک و او که نوی ښاروال راځي نو دوی به زندان ته لیږل کیږي .
د غزني اوسیدونکي چې د ولسمشر د حکم د پلی کیدو په ملاتړ یې وړمه ورځ لاریون هم وکړ اوس خپلې غوښتنې حکومت او په ځانګړې توګه ولسمشر ته سپارلې دي، دوی په لومړي سرکې درې غوښتنې کړې، لومړی د محمدامان حمیمی لیرې کیدل دوی وايی هغه د یوه والي په توګه خپله دنده اجرا نه کړه او حزبي او قوم پالنه یې وکړه ، دوهم د نوي ښاروال معرفی کیدل او د زاړه هغه څارنوالې ته معرفي کیدل او د ټولو هغو دوسیو څیړنه چې د پخواني ښاروال په اړه موجودې دي .
د غزني پښتانه اوسیدونکي وايی نور به دوی هره پریکړه ونه زغمي او ترهغه پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې، محمد امان حمیمي نور دوی ته د والي حیثیت نه لري او په دغه ولایت کې د میشتو قومونو د نفوس په تناسب باید ادارې وویشل شي .
دا د هیواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د یوه ولایت اوسیدونکي د قوم په نامه سره جلا کیږي او خپلې غوښتنې وړاندې کوي هغه هم داسې حرکتونه چې حکومت یې په خپله غواړي، عبدالله عبدالله د دې لوبې په پیل سره غواړي له اشرف غني او په تیره بیا پښتنو څخه خپل غچ په دې ډول واخلي ، خو هغه څه چې روښانه دي دادي چې زیان به یې د غزني خلک ګالي، غني او عبدالله هره ورځ سره نیژدې کیدای شي ، خو په غزني کې به پښتانه او تاجیکان هیڅکله نیژدي نه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.