د غزني والي وايي د ولسمشرحكم به عملي كړي

د غزني والي وايي د ښاروال د ټاكلو په اړه به د ولسمشر حكم عملي كيږي. هغه چې پرون يې په غزني كې خبريالانو ته خبرې كولې وويل چې د نوي ښاروال له ملاتړو او مخالفينو سره خبرې كوي اودا حكم به عملي كړي.

د ولسمشر د يوه فرمان له مخې څلور ورځې وړاندې نصيراحمد لليزى د غزني د نوي ښاروال په توګه ګومارل شوى دى، خو د غزني ښار يو شمير اوسيدونكود دې پريكړې مخالفت كړى او د ښاروالى مخې ته يې د تحصن خيمه وهلې ده. دوى وايي چې ښاروال بايد د غزني د ښار اوسيدونكى يا (تاجيك ) وي. نصير احمد ليلزى چې د غزني د ګيرو ولسوالۍ اوسيدونكى دى لوړې زده كړې كړې دي.

د غزني د نوي ښاروال مخالفين وايي چې پخوانى ښاروال فريدون احمدي بايد په دنده پاتې شي، خو د نوي ښاروال په ملاتړ هم په غزني ښار كې لاريون وشو. دا لاريون كوونكي وايي چې د ولسمشر حكم بايد عملي شي. دوى وايي چې نوى ښاروال بايد معرفي شي كه نه د ولسمشر د حكم د عملي كولو په موخه به د دوى لاريون دوام وكړي.

په غزني کې مدني فعال شهزاده عاصم وايې چې یوشمیر غاصبین غواړي دغزني دنوي ښاروال په معرفي کیدو کې ستونزي جوړي کړي دده په خبره دغه غوښتنه دټول غزني نه بلکې د څو كسانو خبره ده، نوموړی وايې(موږ داسې خبر شوو چې دښاروال په ضد لاریون څخه دبلخ والي عطا محمد نور، امرالله صالح هم لاس لري او له دوي څخه يې غوښتنه کړي چې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.)

خو دغزني والي محمد امان حمیم وايې هیڅوک حق نلرې چې دولسمشر حکم رد کړي نوموړی وايې نوى ښاروال به د يكشنبه په ورځ خلكو ته معرفي شي. هغه  وايې (زه له مخالیفي ډلي سره چې لاریون يې کړی ده خبري کوم باید خپل لاریون ته خاتمه ورکړي او نوی ښاروال به ډير ژر معرفي کړم)

فریدون احمدې له تیرو څلورو کلونو راهیسې دغزني ښاروال وو دغزني يو شميراوسیدونکی وايې   نوموړی په دغه اداره کې پراخ اداري فساد کړی او باید څارنوالۍ ته ور وپیژندل شې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.