د غزني والي وايي په دغه ولايت كې داعش نشته

محمد امان حميميد غزني والي په دغه ولايت كې د داعش وسله والو حضور ردوي. د غزني والي محمد امان حميمي وايي چې يوازې په ناوه ولسوالي او د زابل په يو شمير ولسواليو كې داعش وسله وال شته او فعاليت كوي، خو د غزني په نورو ولسواليو كې نشته.

بلخوا د غزني د ولايتي شورا غړي او عام اوسيدونكي وايي چې داعش په ګيلان، مقر، آب بند، ګيرو او زنخان ولسوالېو كې فعاليت پيل كړى او ځوانان خپلو ليكو ته جذبوي. د غزني د ولايتي شورا غړى امان الله كامراني وايي چې داعش هڅه كوي چې په دغه ولايت كې د وسله والو طالبانو ځاى ناستى شي.

دا په داسې حال كې ده چې دغزني يو شمير اوسيدونكي هم وايي داعش د دغه ولايت په يو شمير سيمو كې هډې جوړې كړې او پوځي تمرينونه كوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.