د غصب شویو ځمکو او په خپل سر د کورنو جوړولو مخنیوي قطعه جوړېږي

د غصب شویو ځمکو او په خپل سر د کورنو جوړولو مخنیوي قطعه جوړېږي

د ځمکو د غصب او په خپل سر د کورونو جوړولو د مخنیوي نظامي قطعه، د کابل ښاروالۍ لخوا سوق او اداره کیږي.

کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ د ځمکو د غصب او په خپل سر د کورونو د جوړولو د مخنیوي په موخه د یوې نظامي قطعې د رامنځته کولو په اړه تفاهم لیک، لاسلیک کړ.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، مسعود اندرابي، د یکشنبې په ورځ د کابل له ښاروال، احمد ذکي سرفراز سره د یوه ګد خبري کنفرانس پر مهال وویل: د دې تفاهم لیک په لاسلیک کېدو سره به د هغه د تطبیقي پلان د پلي کېدو په برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي.

مسعود اندرابي وویل چې د غصب شویو ځمکو او په خپل سر د کورنو د جوړولو د مخنیوي قطعه، د ساتنمنانو او افسرانو په ګدون ۴۰۹ سرتېري او د امنیه قوماندانۍ په چوکاټ کې رامنځته شوې؛ خو د رهبرۍ، سوق او ادارې چارې یې مستقیماً د کابل ښاروالۍ پر غاړه دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل که کابل ښاروالي د خپلو پروګرامونو د تطبیق په برخه کې د زورواکو له کلک غبرګون او مقاومت سره مخ کیږي؛ پر دغې قطعې سربېره، وزارت او د ۱۰۱ آسمايي زون قومانداني به یې هم ملاتړ ته ورودانګي.

اندرابي دې ته په ټينګار سره چې د ځمکو د غصب او په خپل سر د کورونو جوړولو د مخنیوي مسوولیت د ځانګړې قطعې پر غاړه دی، وویل: د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ د تفاهم لیک د تطبیقي پلان تر پلي کېدو وروسته، هېڅ جنایي او کشفي پولیس په ځانګړې ډول د حوزو پولیس، د غصب شویو ځمکو او په خپل سر د کورونو د جوړولو د مخنیوي په قضیو کې د مداخلې حق نه لري.

نوموړي د کابل له اوسېدونکو او هغو کسانو څخه چې کورونه جوړوي غوښتنه وکړه، چې د کورونو د جوړولو په چارو کې د پولیسو یا د حوزو د مسوولینو د لاسوهنې په صورت کې کورنیو چارو وزارت ته خبر ورکړي.

د کابل ښاروال هم د کابل ښاري پلانونو د ښه تطبیق او له خپلسریو او ناوړه ګټې اخیستنې سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې قطعې رامنځته کېدل یوه مهمه اړتیا وبلله.

Leave a Reply

Your email address will not be published.