له دې څرګندونو وروسته اروپايي ټولنې، ناټو او نورو نړیوالو سازمانونو له امریکا په ځانګړې توګه له زلمي خلیلزاد غوښتنه وکړه چې باید مونږ ته د سولې خبرو په تړاو توضیحات راکړې او افغان حکومت دې پروسه کې شامل کړي.
که خبره د غلامۍ او ګوډاګیتوب وای، یو لوړ پوړي افغان چارواکي به امریکا کې امریکایانو ته دا خبره نه کوله، خو نه! هغوی غلامان نه ول، هغوی سره د وطن غم دی.
د محب له خبرو وړاندې کلونه مخکې د فلسطین د بیت المقدس موضوع رسنیو کې ګرمه وه، د نړۍ ګوټ ګوټ کې عامو مسلمانانو غږ پورته کاوه، خو د هېوادونو په کچه دغسې یو ذهنیت او جرات نه و، ټرمپ هم ګواښ دا کړی و، که چا د فلسطین او بیت المقسد ننګه وکړه، مرستې پرې بندوو، زمونږ هره برخه کې مالي ملاتړی واشنګټن دی، خو ټولو به کتلي وي چې ولسمشر غني لومړنی کس و چې د بیت المقدس په ننګه یې غږ پورته کړ او د امریکا اقدام يې ناروا وباله.
نن چې د افغانستان د سرنوشت موضوع ده او د امریکا ولسمشر د ترهګرو ملاتړي هېواد د مشر په مخکې د افغانستان د محوه کولو موضوع راپورته کوي، همدا ولسمشر چې حکومت یې لا هم د امریکا په پیسو چلېږي، راپورته کېږي او نیوکه کوي چې باید امریکا وضاحت ورکړي او مونږ اجازه نه ورکوو چې په برخه لیک مو بهر کې تصمیم ونیول شي.
هغوی چې اوس د افغانستان پر خاوره د ۷۰ سلنه واکمنۍ ادعا لري، ولې د ټرمپ د خبرو په مقابل کې چوپ پاتې دي؟ واضح خبره ده چې دوی د افغانستان پر سر معامله کوي، معامله کې پاکستان ښکېل دی او د افغان حکومت لخوا د نه مقاومت او مبارزې په صورت کې به زمونږ هر څه پاکستان ته ورسپارل کېږي.
Leave a Reply