د غني او عبدالله ټاکنیز ټيمونه جوړ شول

د غني او عبدالله ټاکنیز ټيمونه جوړ شول

 

سرچینو ویلي، چې ولسمشر د کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح خپل لومړی مرستیال ټاکلی دی.

امرالله صالح هم نن مخکې له غرمې د کورنیو چارو وزارت له کار کوونکو سره مخه ښه کړې ده.

ویل کېږي چې ولسمشر غني به سبا ټاکنو کمېسیون ته ځي او د لومړي مرستیال امرالله صالح او دویم مرستیال سرور دانش په حضور کې به ولسمشرۍ ټاکنو ته نوملیکنه کوي.

بلخوا د حکومت د اجراییه رییس عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیکټ بشپړ شوی او ټاکل شوې ده، چې سبا به ټاکنو کمېسیون نوملیکنه وکړي.

سرچینې وايي، د عبدالله عبدالله لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهمند، چې پخوا د جنرال دوستم د دفتر رییس و او دویم مرستیال یې  د سولې عالي شورا د مشر محمد کریم خلیلي زوی دی

ویل کېږي عبدالله عبدالله خپل ټاکنیز ټیم کې د اجراییه ریاست څوکۍ هم ساتلې ده، چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی به د عبدالله د ټیم اجراییه رییس وي.

تر اوسه شپږ تنو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوملیکنه کړې ده.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.