د ( غوراوي كميټې) كار پيل كړ

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لپاره د نویو کمیشنرانو د غوراوي کمیټې كار پيل كړ.د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وايي دغې کمیټې د سه شنبه په ورځ كار پيل او ډير ژربه د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره غونډې جوړې کړي.  تراوسه روښانه نه ده  چې د غوراوي کمیټه به د ټاکنیز نظام اصلاح لپاره څه ډول ګامونه پورته کړي. ټاکنیز اصلاحات هغه ناندريزه موضوع  ده چې د ملي یوالي د حکومت د را منځته کیدو راهیسې په رسنیو او سیاسي بحثونو كې د عبدالله عبدالله ملاتړو پرې ټينګار كړى دى. تر دې وړاندې د ولسمشر په فرمان د ټاكنو د خپلواك كميسيون د كميشنرانو د غوراوي كميټه جوړه شوې وه ، خو د ملي شورا له خوا د دغه فرمان په رديدو سره دا كميټه له منځه لاړه او د يوه بل فرمان په ترڅ كې يې يوه بله كميټه رامنځ ته كړه تراوسه روښانه نه ده چې ملي شورا به  دا فرمان ومني او كه د تير په شان به يې رد كړي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.