د فارياب د اسيرانو برخليك څه شو؟

n00046385-bپه فارياب كې د ملي دفاع وزارت د اسيرو منسوبينو برخليك تراوسه هم نامعلوم دى. دا كسان نيژدې څلوېيښت ورځې مخكې هغه وخت د طالبانو له خوا ونيول شول چې ليږدونكې چورلكې يې ميمنې ته نيژدې په پښتونكوټ ولسوالې كې بيړنۍ ناسته وكړه. په دې پيښه كې درې كسان د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شول او تر اتلسو پورې نور يې طالبانو ونيول.

د دغو كسانو د كورنې غړي وايي دا كسان د طالبانو له خوا شكنجه كيږي، خو تراوسه يې حكومت په اړه هيڅ اقدام نه دى كړى. د فارياب د ولايتي شورا غړي وايي چې دولت بايد د دغو كسانو د خوشي كولو په برخه كې جدي او عملي اقدام وكړي. هغه وايي په نورو سيمو كې چې كله داسې كسان د طالبانو له خوا نيول شوي د خوشي كولو په اړه يې جدي ګامونه پورته شوي، خو د فارياب موضوع هيره شوې ده.

د فارياب د والي وياند جاويد بيدار وايي چې په دې اړه امنيتي او كشفي ارګانونه، د سولې شورا او خلك هڅه كوي چې دا كسان را خوشي شي، خو دا چې دا كار به څه وخت پايله وركړي نو روښانه نه ده.

له بلې خوا د فارياب امنيتي چارواكي وايي په هغو عملياتو كې چې د شمشير ۱۷ په نامه د غورماچ او قيصار په ولسواليو كې پيل شوي وو نيژدې شل طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواكي وايي دا عمليات به دوام وكړي.

كه څه هم د فارياب چارواكو اوس د طالبانو د غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي، خو مخكې يې ويلي وو چې طالبانو د ځينو كسانو د خوشي كولو په بدل كې له دولتي زندانونو څخه د خپلو ملګرو خوشي كيدل او يو شمير نور يې پيسې غواړي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

Leave a Reply

Your email address will not be published.