((د فاریاب جګړه موږ موږ ته د ترهګرو سور څراغ دی))

((د فاریاب جګړه موږ موږ ته د ترهګرو سور څراغ دی))د منځنۍ اسیا هېوادونه یو پربل پسې د افغانستان له جګړې په وېره کې دي، خو په فاریاب کې د وروستۍ اونۍ او په تېره د وړمې ورځې بریدونو ددغو هېوادونو حکومتونو ته سخت ټکان ورکړی دی.

په قزاقستان کې د منځنۍ اسیا سیاستوال چې د خپلو حکومتونو د مشرانو سره په یوه غونډه کې راټول شوي وو، په خپلو حکومتونو غږ وکړ، چې لمبې ترلمنې راورسېدې او موږ باید په دې منځ کې خپله روښانه لاره وټاکو. د دوی اشاره خپلو حکومتونو ته وه، چې د حالاتو په اړه بې تفاوته دي، یا ددوی په اصطلاح مورال یې له لاسه ورکړی دی.

له تېرو دوه اونیو راهیسې هره ورځ په منځنۍ اسیا هېوادونو کې د روسي چارواکو په ګډون یوه غونډه جوړېږي چې محوري موضوع یې امنیت دی. په قزاقستان کې په داېره شوې وروستۍ غونډه کې د سیاستوالو او چارواکو اندېښنې د پټېدو وړ نه وې، دوی ویل، دفاریاب جګړه د ترهګرو سورڅراغ دی او موږ هر یو ددې جګړې برخه یو.

زیاتره هېوادونه پخپلو سرتیرو او سرحد ساتونکو ځواکونو چندان حساب نه کوي، ددوی په باور دوی روزنه لري، خو تجربوي عملیات یې کله هم ندي کړي. دوی له داسې ترهګرو سره مخ دي، چې له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې هم روزل شوي او هم په سختو شرایطو کې جنګېدلي دي.

د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو ترمنځ د هماهنګۍ او واحد غږ زمینه هم چندان برابره نده، څه چې له څو ورځو راهیسې تاجکستان، قزاقستان او ترکمنستان ويلي د ازبکستان له دريځ سره توپیر لري. د ازبکستان ولسمشر پرون په یوه غونډه کې په قزاقستان کې وویل، ناټو عسکر دې څو نور کلونه هم په افغانستان کې پاتې شي، ده په غیرمستقیم ډول د بارک اوباما د هغې پرېکړې هرکلی وکړ، چې وايي، افغانستان کې تر ۲۰۱۷ کال پورې ۵۵۰۰ سرتیري پرېږدي، خو په عین وخت کې دا پرېکړه د روسانو له خوا چلنج شوې او غندل شوې ده. د منځنۍ اسیا نورهېوادونو د ازبک ولسمشر اسلام کریموف په شان نظر نلري، هغوی وايي، ترهګري د امریکا پلان دی چې منځنۍ اسیا ته یې صادروي او دوی نه غواړي د ملګرتیا په باور سره د ملګري له خوا ووهل شي. نو ځکه اکثره هیوادونه روسي سیاست او تګلارو ته نږدېتوب ښيي او علاقه لري وروستۍ خبره او دسیمې په اړه پرېکړه د کرملین له ماڼۍ صادره شي.

د منځنۍ اسیا هېوادونه په دوه لاره کې قرار لري، له یوې خوا د روسیې او ځان په مقاومت بشپړ حساب نشي کولا، له بلې خوا یې خپل قهریدلي او جلاوطني سخت دريځي دي، چې له وزیرستانونو د افغانستان له لارې پولو ته ور رسېدلي او له بلې خوا د امریکا په ملګرتیا بې باوره دي. په داسې منځ کې نه پوره د مسکو ملاتړ ته زړه ښه کوي او نه د امریکا دښمنۍ ته. لودیځې رسنې وايي، ازبکستان غواړي‌له دې ناڅرګند وضعیت ځان راوباسي او په دې توګه یې امریکا ته د ملګرتیا اشاره ورکړه.

خو د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو لپاره به سخته وي، چې دومره ناوخته د نږدې روس پرځای له ځان لرې او مشکوکه امریکا د ملګري په توګه غوره کړي. په هرصورت ددوی په نظر د فاریاب د جګړې شدت یو بد پیل دی او اوس ترهګر له ټول افغانستانه ددې دهلیز پرلور لاره لنډوي. خو اکثره د منځنۍ اسیا هېوادونه مسکو ملامتوي، چې پروخت یې اقدام ونکړ او سیمه ییزه همکاري هغسې چې پکار وه رهبري نشوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.