د فاریاب خلک وايي دوستم دې عملیاتو ته نه راځي

جنزال دوستمپر فاریاب ولایت ځینو ولسوالیو د طالبانو د بریدونو له دویم ځلي زیاتېدو سره د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنزال دوستم یوار بیا جوزجان ته خوځېدلی چې له هغه ځایه په فاریاب کې د طالبانو پرضد جګړه وکړ. په فاریاب کې چارواکي او ځايي خلک وايي، په فاریاب کې دقیقو او موثرو عملیاتو ته اړتیا ده او دوستم یوازې د قدرت نمایش کوي، چې د جنبش رېښې په هغو سیمو کې وچې نشي.

په میمنه کې ځینې چارواکي وايي، دوستم جګړه نه کوي، بلکې خپل قدرت نندارې ته وړاندې کوي. دوی ادعا کوي چې د دوستم تیر ځلي‌ سفر هم ډیر لوړ لګښته سفر و اما تر ګټو یې تاوانونه زیات وو. ددوی په باور په هغو سیمو کې چې پخوا طالبان نه وو ددوستم له پوځي ګذشت سره هغو سیمو کې هم طالبانو فعالیتونه پیل کړل او اوس هغه خلک ځوروي چې د قومي مشرانو په عنوان یې ددوستم د مخکيني پوځي مارش ملاتړ کړی دی. طالبان هغوی ځوروي او ځینې یې د مرګ له ویرې له سیمې کوچېدلي دي.

ځینې امنیتي سرچينې وايي دوستم افغان ځواکونه په ځان پسې کړل او پرته له دې چې جنګي دسپلین په پام کې ونیسي له افغان ځواکونو یې د شخصي ملیشو په توګه استفاده وکړه. د دوستم د سیمه اییزې دورې په ترڅ کې لوړ لګښتونه وشول او هغه پیسې د افغان ځواکونو له بودجې ورکړل شوې، هغه امکانات دوستم د خپل شخصي جیب څخه مصرف نکړل.

کله چې دوستم تیر ځل له فاریاب څخه کابل ته ستون شو، دده ويدې شوې ملیشې چې دده په راتګ راویښې شوې په ځينو سیمو کې فعالې شوې او یو شمیر قوماندانان یې اوس ټول فاریاب ته ګواښ دي. له دوستم سره فاریاب ته تللو ځینو ځايي مشرانو ته هم نغدې پیسې ورکړل شوې اما د سیمې پروضعیت ددې خلکو مثبت اثر صفر و.

دوستم اوس بیا جوزجان ته رسېدلی چې په فاریاب ځینو ولسوالیو کې زړه تجربه تکرار کړي. خو د سیمې د خلکو په خبره دوستم او پخواني ملاتړي یې اوس هغومره ځواکمن ندي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته ننوځي او هغسې چې تمه ده هغوی له سیمې وشړي.

د ملي‌ اردو یو چارواکی چې نه غواړي نوم یې واخستل شي‌وايي، ددوستم د تېر سفر زیانونه د فاریاب په اوسني وضعیت کې و ارزوئ ((‌د دوستم له بیرته وتلو سره موږ پرلپسې درې ولسوالۍ په فاریاب کې له لاسه ورکړې، ځواکونه د ده په فرمایش راوغوښتل شول او له ده سره ملګري‌شول، خو له ده سره د جګړې نقشه او پلان نه و. ده او د کورنۍ غړو به یې په غرونو کې دوربینونه اچول او د ټانګونو او رینجرو کتارونه په دښتو کې په دوړو پټ وو.))

په شمال کې ډېری پخواني قوماندانان او جنګسالاران هڅه کوي، د طالبانو د مقابلې په پلمه په شمال کې خپل سیاسي نفوذ ته کار وکړي، دوی د خواخوږیو لپاره شمال ته ځي خو په وضعیت یې تاثیر منفي دي. تردې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم بدخشان ته تللی و، چې په ډاګه کړي د خپل پلرني ټاټوبي انتخاباتي حوزې ته د خپلې خواخوږۍ یو سیاسي پیغام ورکړي. په دوی ټولو انتقاد دی، چې شمال ته د طالب د مقابلې او د خلکو د بسیج کولو لپاره نه ځي بلکې دوی غواړي افغان دولت ته پیغام ورکړي چې په شمال کې قوي ملاتړ لري او دا ملاتړ په حکومت کې د خپل قوت لپاره کارولی شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.