داعش دا ګواښ په هغه وديو كې كړى چې تيره ورځ خپره شوې ده. د داعش ډلې د (خليفه د زامنو) په نامه هكرانو په ټولنيزو رسنيو كې ويلي چې د فيسبوك مسول مارك راكر برګ او د ټويټر خاوند جك دورسي يې له دې امله په مرګ ګواښلي چي په دغه ټولنيزو رسنيو كې د دوى د ډلې پاڼې يې تړلي دي. دغه ډلى ويلي تراوسه يې څه بندې لس زره د فيسبوك او ټويټر پاڼې يې هك كړي دي. دې ډلې ګواښ كړى چې دوى به نورې پاڼې هم هك كړي.
په دغه وديو كې ويل شوي دي: (زه د فیسبوک او ټویټر په مشرانو سربیره د صلیبي جګړو د پیلوونکو هیوادونو په مشرانو غږ کوم ، تاسې هره ورځ زمونږ حسابونو د تړولو خبر ورکوۍ، دا ټول هغه کارونه دي چې ستاسې په اختیار کې دي. تاسو كه هره پاڼه او حسابونه بلاك كوى نو موږ به د هر يوه په بدل كې لسګونه زره حسابونه هك كړو.)
دا ډله ګواښ كوي چې دوى به يوازې د حسابونو په تړلو بسنه ونه كړي بلكه د دې پاڼو خاوندان به ووژني او هغه وايي: (وروسته وار د مارك او جك دى.)
دا ګواښ له هغه وروسته كيږي چې فیسبوک او ټویټر یوه څه موده د مخه په ټولنیزه مډیا کې د داعش پر خلاف د مبارزې په موخه د دې ډلې څه باندې سل زرو حسابونو د تړولو خبر ورکړى و.
ټویټر ویلي چې ۱۲۵ زره هغه حسابونه يې تړلئ چې د داعش ترهګرې ډلې لپاره تبلیغات.
Leave a Reply