د قرغیزستان د پخواني ولسمشر په کور عملیات شوي دي

د قرغیزستان د پخواني ولسمشر په کور عملیات شوي دي

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې ۱۷ مه: د قرغیزستان امنیتي ځواکونو د پخواني ولسمشر الماس بیګ اتامبایوف پر استوګنځي د هغه د نیولو لپاره برید کړی.‌ چارواکي وايي د ښاغلي اتامبایوف پلویانو له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې چې یو کس پکې وژل شوی.

اټکل دی چې ښاغل اتامبایوف لاهم د پلاېمېنې بیشکک څنډو کې په خپل استوګنځي کې دی.

اتامبایوف د دولت له خوا په فساد تورن شوی و.‌ ددغه هېواد پارلمان هغه ته قضايي مصونیت په تېره جون میاشت کې لغوه کړ. نوموړی د فساد تور ردوي.

د قرغیزستان د ملي امنیت کمېتې (جي کې اېن بي) په وینا، “یوازې په پلاستیکي مرمیو” ځانګړو ځواکونو د تېرې چارشنبې په ورځ د پخواني ولسمشر د نیولو په ځانګړو عملیاتو کې ګډون کړی و.

د ښاغلي اتامبایوف پلویانو چې د هغه د کور ساتنه یې کوله له ځانګړو ځواکونو سره نښته وکړه

دغه کمېټه وايي، د امنیتي کسانو په ننوتلو سره د ښاغلي اتامبایوف پلویانو د اصلي مرمیو ډزې وکړې.

د روغتیا وزارت وايي، په کوی تاش کې نښتې ۳۶ کسان چې امنیتي سرتېري هم پکې شته ټپیان شوي دي.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری چې په مرمۍ ټپي شوی و په ډېر ناوړه وضعیت کې روغتون ته یووړل شو او هلته یې سا ورکړه.

میربک ایتیکیف د برید انځورونه پر فېسبوک خپاره کړي. نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي د ښاغلي اتامبایوف ځینو ساتونکو د ځانګړو ځواکونو وسلې اخیستې وې.‌

Leave a Reply

Your email address will not be published.