د قریشي ټویټ ته د صالح غبرګون

د قریشي ټویټ ته د صالح غبرګون

د کورنیو چارو وزارت مخکېني سرپرست وزیر امرالله صالح د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د وروستیو څرګندونو غبرګون کې ویلي: ”زمونږ او ستاسې په تبادله کې خورا زیات توپیر دی” تاسې کلونه کږي چې طالبان او تروریستان رالیږﺉ، خو مونږ یواځې د خواخوږۍ یو ټویټ درولېږه. پکار ده چې پر دغو واقعیتونو سره پوه شو او په دې موږ نور نه غلي کېږو.’

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د یو ټویټ له لارې د پاکستان حکومت لخوا خیبر پښتونخوا او یو شمېر نورو سیمو کې د بښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په وژلو او ځپلو ژوره اندېښنه ښودلې وه او د دغه هېواد له مسوولینو یې غوښتي و چې ددې غورځنګ پر وړاندې دې تاوتریخوالی ودروي. د ولسمشر ددې ټویټ په غبرګون کې بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې د غني وروستۍ څرګندونې د پاکستان په چارو کې لاس وهنه ده او دوی دې خپل غم وخوري.

د ولسمشر غني په نړیواله کچه د پښتنو او د پښتون ژغورنې غورځنګ له تود هرکلي سره مخ شو.

امرالله صالح هم په مدني فعالانو او نورو ولسونو غږ کړی و چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په ننګه دې غږ پورته کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.