د طالبانو د سولې په تړاو دوه ورځینۍ ناسته نن په مسکو کې جوړېږي.
د مسکو ناستې ته د ګډون لپاره نږدې ۵۰ افغانان ورغلي دي او ټاکل شوې ده چې نن به د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي.
طالبانو خپلو استازو ته خبرداری ورکړی چې د مسکو په ناسته کې دې یوازې خپل دریځ څرګند کړي او د پرېکړو حق نه لري.
له افغانستان څخه د تللو څېرو مشري مخکېنی ولسمشر حامد کرزی کوي، هغه څېره چې کلونه پخوا يې د قطر دفتر د بندېدو غوښتنه کړې وه او په وار وار يې له طالبانو سره خبرو کې مخالفت څرګند کړی و.
د کرزي دفتر ویلي و: په اوس وخت کې ورته ملي اردو مهمه نه ده، یوازې دا مهمه ده چې څنګه وکولای شي هېواد سولې ته ورسوي.
افغانستان کې بیا باور دا دی چې د مسکو ناسته د څوو کسانو په شخصي غوښتنه جوړه شوې او د افغانستان د خلکو استازیتوب نه شي کولای.
له طالب استازو سره د یو شمېر افغان حکومت ضد مخالفو څېرو ناسته به سبا هم روانه وي.
که څه هم ټولنیزو رسنیو کې افغان عادي سیاستوالو ته د روسیې هېواد د مسکو ناستې بلنیکر اووت؛ خو له دغه خبره یوه ورځ و روسته کابل کې د روسیې سفارت رد کړه چې دوی دې څوک مسکو ته وربللي وي.
کابل کې د روسیې سفارت ویلي و: دا ناسته د روسي مېشتو افغانانو په نوښت جوړه شوې.
د حنیف اتمر دفتر بیا ویلي و چې غواړي د مسکو په ناسته کې له اساسي قانون دفاع وکړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ، بهرنیو چارو وزارت او سولې عالي شورا ویلي و: تر هغه چې د سولې خبرو کې افغان حکومت ښکېل نه وي، د هر راز ناستې پایلې به نامحسوسې او د ګټې پر ځای به یې تاوان زیات وي.
ولسمشر هم ویلي چې څوک نه شي کولای د سولې تحمیل شوې هوکړه پرې لاسلیک کړي، مګر په هغه سوله به لاسلیک وکړي چې د افغان ځواکونو عزت او وقار په کې خوندي وي.
Leave a Reply