د قطر مذاکرات؛ امریکایان او طالبان اتم پړاو نن پیلوي

د قطر مذاکرات؛ امریکایان او طالبان اتم پړاو نن پیلوي

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې دولسمه: ټاکل شوې ده چې نن مخکې له غرمې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې اتم پړاو مذاکرات بیا پیل شي.

یو شمېر سرچینو رسنیو ته څرګنده کړې چې دا پړاو مذاکرات هیله بښونکي دي.

زلمي خلیلزاد هم تېره ورځ دوحې ته له تګ وړاندې ویلي و چې د سولې توافق لاسلیک ته هیلې موجودې دي؛ خو طالبان باید خپل نیت ثابت کړي.

تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې له افغانستان څخه خپل سرتېري یا باسي یې شمېر کموي.

بلخوا ارګ بیا ټینګار کړی چې د امریکایي ځواکونو وتل د افغانستان او امریکا ترمنځ د یو توافق له مخې ترسره کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.