ټاکل شوې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د باندنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د طالب استازي نن بیا قطر کې د سولې اووم پړاو مذاکرات پیل کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، که امریکا موافقه وکړي چې خپل سرتېري به له افغانستان څخه باسي، ممکن د سولې خبرې تر سپټمبر میاشت یوې پایلې ته ورسېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې ممکن له ټاکنو وړاندې طالبانو سره توافق وشي.
بلخوا د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي له ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره کتنه کې ویلي و چې د سولې په هر توافق او بهیر کې چې افغان حکومت نه وي، عملي کول یې ناشونی دي.
د ناټو ملکي استازي نیکولاس کی هم ټینګار کړی چې طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.
له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد شپږ پړاوه مذاکرات له کومې نتیجې پرته پای ته رسېدلي دي.
تر دې وړاندې ځینو نورو امریکايي چارواکو ویلي و چې له طالبانو سره هوکړه به بشپړ ثبات رانه ولي.
Leave a Reply