” د قطر مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی، زه اوس نوې ډیلي ته ولاړم تر څو هلته د افغان سولې په تړاو پر نړیوالې اجماع او همغږۍ کار وکړي.”
تر دې وړاندې زیاته تمه وه چې ممکن خلیلزاد به نن یا هم سبا له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي، خو لیدل کېږي چې دغه بهیر نور هم غځېدلی دی.
خلیلزاد ډاډ ورکړی چې:
” تېرو څلورو ورځو کې مې له طالبانو سره مذاکرات وکړل، د خبرو اصلي هدف د هو جزییاتو بشپړول و چې تېرو پړاوو کې مو پیل کړي دي. مونږ د داسې یوې هوکړې د تر لاسه کېدو په لټه کې یوو چې له افغانستانه په مشروط ډول د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.”
لیدل کېږي چې د کشمیر پر مسله د هند او پاکستان وروستۍ راپورته شوې لانجې د افغان سولې بهیر هم تر تاثیر لاندې راوستی دی او خلیلزاد یې دې اړ کړ چې باید هند ته سفر وکړي.
تېره ورځ د پاکستان د ملي امنیت شورا ویلي و چې هند غواړي د افغانستان د سولې بهیر پر وړاندې خنډونه راپورته کړي.
بلخوا تازه بیا ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي: امریکا طالبانو ته ویلي چې له القاعده سره به خپلې اړیکې پرې کوي، خو طالبانو دغه وړاندیز رد کړی دی.
د طالبانو ویاند سهیل شاهین هغه راپورونه هم رد کړي چې ګواکې د قطر مذاکراتو کې له طالبانو سره د پاکستان استازي هم موجود دي.
Leave a Reply