د قطر مذاکرات؛ نن به هم روان وي

د قطر مذاکرات؛ نن به هم روان وي

 

د قطر په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر استازو ترمنځ به خبرې نن شپږمه ورځ هم روانې وي.

تر اوسه د طالبانو او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پنځه ورځینیو مذاکرانو ښکاره او کره خبرونه رسنیو ته نه دي راوتلي.

خو یو شمېر سرچینو ویلي، چې قطر کې طالبانو او زلمي خلیلزاد افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون څرنګوالي، بشپړ وتلو، د عافیې صدیقي په ګډون د بندیانو خوشې کېدو، له تور لیست څخه د دوی د نومونو ایستلو او په احتمالي اوږد اوربند بحث کړی دی.

یو شمېر نورو سرچینو بیا ویلي، طالبانو له افغانستان څخه د بشپړ امریکايي ځواکونو د وتلو غوښته کوي، خو امریکايي استازو ورته ویلي، چې یو شمېر سرتېري به یې افغانستان کې پرېږدي.

طالبانو تازه د عباس ستانکزي پر ځای پاکستان کې بند طالب چې اوس راخوشې شوی، ملا برارد د قطر دفتر مشر ټاکلی دی.

مذاکرات ممکن نن هم روان وي او ښايي د ورځې تر پایه يې اعلامیه رسنیو کې نشر شي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.