د قطر مذاکرات او د سولې بهیر کې پرمختګونه

د قطر مذاکرات او د سولې بهیر کې پرمختګونه

 

قطر کې د طالب استازو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې څلورمې ورځې ته هم غځېدلي دي.

ځینو طالب سرچینو رسنیو ته منلې، چې له امریکايي لوري سره به نن هم قطر کې د دوی مذاکرات روان وي.

د سرچینو په خبره، د قطر د سولې خبرو کې زیات تمرکز افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په څرنګوالي او د وتلو په اړه يې د مهالوېش ټاکل دي.

سرچینې وايي، چې طالبان له افغانستان څخه د شپږو میاشتو اوږدو کې د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي؛ خو امریکایان بیا ټینګار کوي چې دوی به د اتلسو میاشتو په لړ کې له افغانستان څخه وځي.

ممکن د نن ورځې تر پایه پورې د قطر مذاکراتو بشپړ جزییات رسنیو ته راووځي

داسې هم ویل کېږي چې د افغان حکومت لخوا هم د سولې د خبرو جریان کې اوربند ته چمتووالی نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې اوربند، د بندیانو تبادله، له افغان حکومت سره خبرې، تور لېست او د خبرو لپاره د طالبانو د دفتر رسمي کېدل د قطر د وروستیو خبرو نورې اجنډواې دي.

زلمی خلیلزاد به د قطر له مذاکراتو وروسته کابل ته راځي او دلته به د افغان حکومت مشرانو ته د سولې د وروستیو پرمختګونو په تړاو مالومات ورکوي.

سولې عالي شورا اعلان کړی چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه یوازې طالبان او افغان حکومت کولای شي او نور څوک په دې تړاو دریځ نه شي غوره کولای.

Leave a Reply

Your email address will not be published.