د قطر مذاکرات لا هم جریان لري

د قطر مذاکرات لا هم جریان لري

د قطر مذاکرات لا هم جریان لري.

 

د قطر په دوحه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو تر منځ د سولې خبرې څوارلسمې ورځې ته غځېدلي چې لا یې هم کره جزییات رسنیو نه دي تر لاسه کړي.

 

خلیلزاد تېره ورځ په تازه ټویټ کې همدومره ویلي و چې د ښځو د حقونو خوندیتوب به کله هم معامله نه شي.

 

بلخوا تازه بیا تېره شپه د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل: دوی به کابل ته د سولې د توافق له مخې نه، بلکې د فاتحانو په نوم راځي.

 

د ذبیح الله مجاهد له خبرو څرګندېده چې لا یې هم په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

 

مجاهد وویل، دوی به هېڅکله هم له افغان حکومت سره خبرو ته کېنني.

 

د نوموړي په خبره، افغان حکومت دې ټول تاسیسات دوی ته وسپاري، بیا د دوی زړه چې څه پرې کوي.

 

مجاهد په ټینګار سره وویل چې د حکومت اوسني چارواکي ټول غلامان دي او پر دوی تحمیل شوي دي.

 

د ذبیح الله مجاهد په وینا، د افغانستان اصلي وارثین همدوی دي او بل څوک په دې خاوره د واکمنېدو حق نه لري، هغه د شاه محمود قریشي هغه خبره هم رد کړه چې ګنې طالبان پاکستان له امریکا سره مذاکراتو ته کېنول، مجاهد وویل پاکستان پر مونږ نفوذ نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.