د قطر مذاکرات لا هم روان دي

د قطر مذاکرات لا هم روان دي

د قطر په دوحه کې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ نن هم خبرې روانې دي.

 

تر اوسه له دغو مذاکراتو کره جزییات رسنیو ته په لاس نه دي ورغلي، خو ځینې نا تایید شوي خبرونه وايي چې خبرو کې پرمختګ شوی دی.

 

تر اوسه په رسمي ډول د دغو پرمختګونو په اړه امریکايي لوري او طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

خو ځینې طالب سرچینو بیا ټينګار کړی و چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مسوده وروستۍ شوې ده او اوس يې په ژباړه کار روان دی.

 

امریکا ټینګار کوي چې طالبان باید له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېني، هغه څه چې طالبانو د مشورو لپاره دوه ورځې وخت غوښتی  و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.