د قطر ناستې ته د افغان حکومت د ورتلونکي پلاوي نوملړ په ډاګه شو

د قطر ناستې ته د افغان حکومت د ورتلونکي پلاوي نوملړ په ډاګه شو

د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې افغان حکومت منلې تر څو د دوی یو ۱۵۰ کسیز پلاوی به د قطر ناسته کې برخه اخلي.

 

د رسنیو د راپور له مخې، د قطر ناسته کې به ۴۰ مېرمنې، یو شمېر وزیران، والیان او د ځینو سیاسي ګوندونو مشران برخه واخلي.

 

وړاندې تر دې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې ګنې د افغان حکومت او ځینو سیاسي ګوندونو ترمنځ د قطر  ناستې ته د ورتلونکي  پلاوي په جوړېدو  اختلافات راغلي دي.

 

تر اوسه د افغان حکومت لخوا د قطر ناستې ته د ورتلونکي ۱۵۰ کسیز پلاوي نومونه نه  دي په  ډاګه شوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.