د قومونو او قبایلو وزارت وایې مشران دې د ترهګرۍ پر وړاندې ودریږي

د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، قومي بنسټونه دې د افغان ځواکونو په ملاتړ د وسله والو مخالفینو پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي.
د دې وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال نن د ترهګرۍ پر وړاندې د (ملي بسیج کېدو یا یووالي پر لور) غونډه کې وویل چې افغانستان له حساس پړاو څخه د تېريدو په حال کې دی او په دې برخه کې د قومي مشرانو رول کېدای شي چې مهم او ګټور ثابت شي.
ده له قومي بنسټونو څخه وغوښتل چې په ملي یووالي سره د افغانانو د وژلو مخه ونیسي. ليوال زیاته کړه، چې هڅه کوي، څو له ولایتونو څخه قومي مشران را وبولي او ترې وغواړي، چې له روانې تپل شوې جګړې څخه د وتلو پريکړه پخپله وکړي.
د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت په داسې حال کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د قومي بنسټونو پر رول ټينګار کوي، چې د تېرې جمعې په ورځ وسله والو طالبانو په بلخ ولایت کې، پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید وکړ او په سلګونه افغان پوځیانو ته یې مرګ ژوله واړوله.

Leave a Reply

Your email address will not be published.