د كابل د دوو حوزو آمرين له دندو ګوښه شول

كورنيو چارو وزارتد كورنيو چارو وزارت وايي چې د كابل ښار د اتمې او دوولسمې حوزې آمرين د كورنيو چارو د وزير نور الحق علومي له خوا له دندو ګوښه شوي دي. د كورنيو چارو وزارت وايي داكسان له هغه وروسته له دندې ګوښه شول چې په دوولسمه حوزه كې د نجونو يو ښوونځى وسوځول شو او له دوولسمې حوزې څخه په كابل ښار توغندي وتوغول شو.

د دغه دوو كسانو د ګوښه كيدو لامل په دنده كې ناغيړي ښودل شوې او سپارښتنه شوې چې په دې اړه ترې پوښتنې هم وشي.

د يادونې وړ ده چې د كابل ښار د دوولسمې حوزې په مربوطاتو كې د احمد شاه بابا په نامه د نجونو د يوه ښوونځي كتابتون او د دغه ښوونځي ساتونكى د نامعلومو كسانو له خوا وسوځول شو او په هغه ورځ چې كابل د افغانستان، پاكستان، امريكا او چين د څلور اړخيزې ناستې كوربه وو په كابل كې د ايتاليا په سفارت دوه توغندي ولګيدل چې د سفارت دوه كاركوونكي يې ټپيان كړل. چارواكي وايي چې دا توغندي د اتمې حوزې له مربوطاتو توغول شوي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.