د كال د غوره خبريال معيارونه څه وو؟

معروفه ذكيپه پخوا وختو كې رسنيو په دې كچه د باور ورړ وې چې هرڅه به يې وويل او يا خپاره كړل نو هيچا يې مخالفت نه كاوه او شك يې هم پرې نه كاوه، خو اوس ډير لږ خبريالان دي چې د ژوناليزم اصول په پام كې نيسي او يا لږ ترلږه مسايل بې پرې خپروي.

عوامل يې ډير كيداى شي، خو مهم يې ښايي د خبريالۍ له اصولو سره نابلدتياوي ځكه ډير كسان چې په رسنيو كې كار كوي مسلكي ژورنالستان نه دي، دوهم د ګوندونو او سياسي ډلو نفوذ چې يو شمير د رسنيو كاركوونكي يې جذب كړي او د يوې مشخصې كړۍ په  ګټه رپوټونه جوړوي.

يوه لسيزه وړاندې چې آزادو رسنيو په هيواد كې كار پيل كړ نو سلګونه خپرونې راووتې او دې رسنيو خبريالانو ته اړتيا درلوده چې په استخدام كې يې وړتياوو ته ډير پام ونه شو نو له دې امله ډير كسان چې د خبريالۍ او ژورناليزم له اصولو هيڅ خبر نه دي اوس هم د خبريالانو په توګه كار كوي، له همدې امله رسنې يا سياسي شوې او يا هم دومره بې خونده دي چې په ليدلو او يا لوستلو نه ارزي.

خو يوه د خواشينۍ وړ خبره داده چې د خبريالانو د دفاع بنسټونه او يا مركزونه هم د داسې كسانو په لاس كې دي چې يوازې پروژې عملي كوي او خپله سوداګري كوي.

د تيركال د غوره خبريال په توګه يې يوه داسې نجلۍ د كال خبريال غوره كړې او ستاينليك يې وركړى چې لس كاله نور هم كه په رسنيو كې كار وكړي د خبريالۍ په الف با به هم پوه نه شي پاتې شوه دا چې هغه د كال غوره خبرياله شي.

(معروفه ذكي) چې اوس په آريانا تلويزيون كې كار كوي له تيرو څلور كلونو را په دېخوا به يې شل معياري رپوټونه هم نه وي جوړ كړي، ټوله ورځ يې د لوړ پوړو مامورينو په مېلمستياوو تيريږي او تر نيمو شپو پورې په هوټلونو او شخصي محفلونو كې وركه وي.

(معروفه ذكي) چې نشه هم كوي خبريالانو ته ويلي هيڅ نه پوهيده او نه هم خبره وه چې دا به د خبريالانو د مركز له خوا د كال د غوره خبريالې په توګه ټاكل كيږي او حتى هيڅ كوم رپوټ يې هم نه دي ورته كانديد كړى.

خبريالان وايي (معروفه ذكي) د خبريالانو د مركز له مشر سره اړيكي لري او د همدې پربنسټ يې د كال غوره خبريالې لقب ورته ډالى كړى.

دا خبرياله چې ډير كله پكول او ګوپچه اغوندي د بدخشان ولايت اوسيدونكې ده، خو په يوه مياشت كې څلور پنځه ځلې د ننګرهار په لاره ترافيكي پيښه كوي هغه څه چې خبريالان يې د دې پلمه ګڼي. داكسان وايي (معروفه ذكي) د جلال آباد ښار د درېېمې امنيتي حوزې د آمر ملګرې ده او د هغه لیدنې ته جلال آباد ته ورځی  خو  چې راشي څو ورځې خماره وي نو ځكه دفتر ته په دې پلمه نه ورځي چې ګوندې په لاره كې يې ترافيكي پيښه كړې ده.

د آريانا يو خبريال وايي نوموړې په اونې كې څلور ورځې هم دفتر ته نه ځي او كه لاړه هم شي نو كار نه كوي، خو څوك ورته هيڅ نه شي ويلاى په داسې حال كې چې كه كوم بل خبريال داسې وكړي نو حتما د مسولينو له تند غبرګون سره مخ كيږي، دا خبريال وايي معروفې ورته ويلي: «دا كسان يې ټول په دام كې بند دي او كه خوله وښوروي نو سپك به يې كړي.»

هغه په ښكاره وايي چې له ګڼو كسانو سره چې ډير يې مهم چارواكي دي رابطه لري، خو دا چې تر كومې كچې روښانه نه ده. په هرصورت معروفه ذكي چې هرڅه كوي كوي يې دي، خو دا چې د خبريالانو مركز هغه د كال د غوره خبريالې په توګه معرفي كړې د شرم ځاى دى.

په داسې حال كې چې په دې كال كې لسګونو خبريالانو د هيواد په بيلابيلو سيمو كې د جګړو له سيمو رپوټونه خپاره كړل او په مركز كې هم ډېر داسې خبريالان دي چې پيژندل شوي څيرې دي او په دې برخه كې يې كارونه د پام وړ دي.

كه له دې موخه داوي چې د تشويقولو په موخه يې يوه نجلۍ غوره كړې، نو آيا نورې خبريالانې نشته، همدا اوس په كابل كې داسې خبريالانې شته چې د ښځو د حقونو، مدني فعاليتونو او نورو برخو كې پيژندل شوې خبريالانې دي چې معروفه يې په ګرد پسې هم نه رسيږي.

كه له هرې خوا ورته وګوري دا مسله بشپړه شخصي ده او د خبريالانو مركز د خبريال د ورځې په وياړ غوره كړې خبرياله د خپلو شخصي معيارونو له امله ټاكلې ده.

اوس نو چې د خبريالانو مركز په دومره فساد او بې حيايي كې ورک وي نو آيا څوك به پرې باور وكړي او په خبريالانو به هم نور خلك باور ولري، هيڅكله نه. خبريالانو ته ښايي چې نور دا مفسد كسان چې د خبريالانو د ټولنو او مدافع بنسټونو په سر كې دي ليرې او پرځاى يې داسې كسان وګومارل شي چې لږ ترلږه مدنيت ته ژمن وي او په انساني او بشري حقونو باور ولري.

دا ډول کارونه به په خلکو کې د خبریالانو ارزښت او باور لام هم راټیټ کړي ځکه دوی به وایی چې دا یې د کال غوره خبریاله ده نو دا نور خو یې بیخي په یادولو نه ارزي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.