د كانونو په برخه كې د امريكا مرسته بې ځايه لګيدلې

سيګارد افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د څار ځانګړې اداره (سيګار) وايي د افغانستان د كانونو په برخه كې نيم ميليارد ډالره پانګونه بې پايلې ده. دغه ادارې  اړه په خپل رپوټ كې ويلي چې امريكا متحده ايالاتو نيم ميليارد ډالره په تيرو پنځو كلونو كې په دغه هيواد كې د غاز، تيلو او معدني موادو د انكشاف په برخه كې لګولي خو هيڅ پايله يې نه ده لرلې.

جان سوپكو په خپل رپوټ كې ويلي چې د امريكا پرمختيايي اداره، وسله وال ځواكونه او د دفاع وزارت د سوداګريزو عملياتو څانګه هڅه كوي چې په افغانستان كې له كانونو او معدني موادو په استفادې يو استخراجي صنعت ته لاره هواره كړي. خو د دوى رپوټ وايي چې دا كار د كمزوې پروګرام، زيربناوو د نشتوالي او افغان دولت سره د ناسالمې اړيكې له امله ناكام دى.

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د څار ځانګړې اداره (سيګار) وايي په افغانستان كې ډير كانونه په غير قانوني توګه را ايستل كيږي او د فساد او زيربناوو د نشتوالي له امله يې ګټه وسله وال مخالفين ترلاسه كوي.

په دغه رپوټ كې راغلي چې دامريكا متحده ايالاتو د دفاع وزارت تر پنځه كاله فعاليت وروسته ټولې استخراجي پروژې نيمګړې پريښې دي. سيګار وايي د امريكا متحده ايالاتو پرمختيايي اداره او د دفاع وزارت د دغه پروګرام په عملي كولو كې پاتې راغلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.