د كجكي پربند كاربيا ځنډيدلى

كجكي بندد هلمند د كجكې بند د نوي توربين د نصب چارې بيا ځنډيدلي دي. د هلمند د ولايتي شورا وايي د هلمند کجکي ولسوالۍ ته دريم توربين څو كلونه وړاندې په ډيرو ستونزمنو حالات وكې راوړل شو، خو تراوسه هم نه دى لګيدلى.

د هلمند د ولايتي شورا رييس محمد كريم اتل وايي چې د محلي چارواكو بې تفاوتي د دې لامل شوې چې لاهم دا كار وځنډيږي. نوموړى وايي د دوى په هڅو تيركال د دغه بند د جوړولو چارې يوځل بيا پيل شوې او دې پروژې ته  يوځل بيا ۳۰۰ مليونه امريکايي ډالرځانګړي شول، خو لكه چې ښايي كار يې هسې پرمخ نه ځي.

بل خوا په هلمند كې د برښنا شركت رييس وايي د درېيم توربين د نصب چارې دوام لري او پروړاندې يې كومه ستونزه نشته. د هلمند د برښنا شركت رييس نصرالله قانع وايي د هغه شركت ۱۶۰ كاركوونكي اوس هم په دې بند كې كار كوي چې ورسره تړون شوى او د دريم توربين د نصب چارې ديرش سلنه مخ ته تللې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.